الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ».…

الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ». «دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ». «دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا او څه چې په دنیا کې دي هغه څه دي چې د یو څه وخت لپاره ترې خوند اخیستل کیږي بیا له منځه ځي او دا چې تر ټولو غوره متاع یې صالحه مېرمن ده، کله چې ورته وګوري خوشحالیږي، او کله چې ورته امر وکړي اطاعت یې کوي، او کله چې ترې لرې وي نو په خپل ځان او د هغه په مال کې ترې ساتنه کوي.

فوائد الحديث

د دې دنیا له پاکیزه څیزونو څخه د خوند اخیستلو جواز؛ هغه چې الله جل جلاله ترې خوند اخیستل روا کړي وي پرته له اسراف او تکبر څخه.

د صالحې میرمنې غوره کولو ته هڅونه؛ ځکه چې د خاوند لپاره مرستندویه ده چې د خپل رب اطاعت وکړي.

د دنیا تر ټولو ښه متاع هغه ده چې د الله جل جلاله اطاعت پکې وي او یا د الله جل جلاله د اطاعت لپاره مرستندویه وي.

التصنيفات

د مېرمنو حکمونه