څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي

څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».

[صحيح]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا د علم نجوم او برجونو پېژندلو زده کړه وکړه او د ځمکې په پېښو کې یې د هغوی په خوځښتونو، ننوتلو، وتلو د اغیزې استدلال وکړ لکه: د فلاني مړینه، ژوند، ناروغي او داسې نور شیان چې په راتلونکي کې به پېښ شي، نو په حقیقت کې یې د جادو یوه برخه زده کړې ده، او دا چې یو څوک هر څومره دا زده کړه زیاته کوي؛ په همغومره اندازه یې د جادو زده کولو کچه زیاتیږي.

فوائد الحديث

د علم نجوم حراموالی؛ کوم چې د ستورو له حالاتو څخه په راتلونکي باندې له غیبو څخه استدلال کوي؛ ځکه چې دا په غیبو د پوهېدلو دعوا ده.

هغه علم نجوم حرام دی کوم چې د توحید سره په ټکر کې دی، پاتې شو هغه چې جهتونه او قبله پرې پېژندل کیږي او یا پرې د میاشتو او موسمونو داخلېدل پېژندل کیږي نو هغه مباح دی.

یو سړی چې هر څومره علم نجوم زده کوي، په همغومره کچه یې د سحر د یوې څانګې زده کړه زیاتیږي.

ستوري درې ګټې لري چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې ذکر کړي دي، د آسمان لپاره ښکلا، نښې؛ چې لار پرې پېژندل کیږي، او د شیطانانو د ویشتلو لپاره.

التصنيفات

د اسلام ماتوونکي (نواقض)