إعدادات العرض
لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا»…
لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا» «هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي
له ابو زهير عماره بن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا» «هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي»
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ ไทย Hausa Română മലയാളം Deutsch Oromoo नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه څوک به دوزخ ته داخل نه شي چې د سهار او مازدیګر لمونځونه په دوامداره توګه کوي؛ هغه ځکه په ځانګړې توګه د دې دوو وختونو څخه یادونه وکړه چې دا دواړه درانده لمونځونه دي، ځکه چې د سهار د لمانځه وخت د خواږه خوب پر مهال وي او د مازدیګر د لمانځه وخت د ورځې په کارونو او تجارت د بوختیا له امله وي، نو چا چې د دې سختیو سره سره په دې دوو لمونځونو ټینګار وکړ، په نورو لمونځونو یې خپله کوي.فوائد الحديث
د سهار او مازدیګر د لمونځونو د فضیلت له امله ورته زیاته پاملرنه په کار ده.
څوک چې دا لمونځونه کوي، غالبا د تبنلۍ او ځان ښودنې څخه لرې او عبادت لره خوښوونکی وي.
التصنيفات
د لمانځه فضیلت