إعدادات العرض
إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ». "یو له سترو جهادونو څخه د ظالم واکمن پر وړاندې عادلانه وینا ده
إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ». "یو له سترو جهادونو څخه د ظالم واکمن پر وړاندې عادلانه وینا ده
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ». "یو له سترو جهادونو څخه د ظالم واکمن پر وړاندې عادلانه وینا ده".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල አማርኛ অসমীয়া ગુજરાતી Tiếng Việt دری Nederlands नेपाली ไทย Svenska മലയാളം Oromoo Кыргызча Română తెలుగు Lietuvių Malagasy ಕನ್ನಡ Српски ქართული Moore Kinyarwandaالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د الله جل جلاله په لار کې د جهاد تر ټولو ستر او ګټور ډول د ظالم حاکم یا ټولواک پر وړاندې د حق او انصاف وینا ده؛ ځکه چې دا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په شعیره عمل دی، برابره خبره ده که دا په وینا سره وي، یا لیکنه او یا کړنې او داسې نورو سره چې مصلحت پرې تر لاسه کیږي او د فساد مخنیوی پرې کیږي.فوائد الحديث
امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول جهاد دی.
واکمن ته نصیحت کول د جهاد له سترو ډولونو څخه دی، خو باید په علم، حکمت او استقامت سره وشي.
خطابي فرمايي: دا ځکه تر ټولو غوره جهاد دی؛ ځکه چې څوک د دښمن په مقابل کې جهاد کوي نو هغه د امید او وېرې تر منځه زړه نا زړه وي، نه پوهېږي چې بریا به ترلاسه کړي او که ماتې به وخوري، او د واک خاوند خو برلاسی زورور دی، نو که دی حق ووایي او په نیکۍ ورته امر وکړي نو له بربادۍ سره مخ کیږي او ځان یې د هلاکت لپاره په نښه کړ، لدې امله دا د جهاد غوره ډول شو، ځکه چې ویره پکې غالبه ده او داسې هم ویل شوي چې: لدې امله غوره جهاد دی چې: که چیرته یې واکمن خبره ومني نو ګټه به یې زیاتو خلکو ته ورسیږي او مصلحت به پرې رامنځته شي.