کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې…

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ)

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه نو: لومړی به یې په خپل لاس یا جامه په خولې کېښوده؛ تر څو یې له خولې یا پزې داسې څه را ونه وځي چې له امله یې ناست ملګري ازار شي. دویم: غږ به یې ټیټاوه او نه به یې پورته کاوه.

فوائد الحديث

د پرنجي پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه او پدې کې د هغه پیروي کول.

د پرنجي پر مهال په ​​خوله او پوزه جامه او یا بل څه نیول مستحب دي، تر څو ترې داسې څه راونه وځي چې ناست کس ته زيان ورسيږي.

د پرنجي پر مهال د غږ ټېټول مطلوب دي، او دا کار بشپړ ادب او له غوره اخلاقو څخه دی.

التصنيفات

د پرنجي او خوله وازي ادبونه, محمدي اخلاق