إعدادات العرض
مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا».…
مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي
له زید بن خالد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල አማርኛ অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands नेपाली ไทย മലയാളം Svenska Кыргызча Română Malagasy ಕನ್ನಡ Српски తెలుగుالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله تعالی په لاره کې جنګیالي ته د سفر اسباب او د اړتیا وړ توکي چمتو کړي لکه: سلاح، سپرلۍ، خوراک، نفقه او داسې نور؛ نو دا د غازي حکم لري، او د جنګیالیو ثواب ورکول کیږي. او څوک چې د جنګیالي چارې په ښه توګه پر غاړه واخلي او د هغه د نه شتون په وخت کې د هغه د کورنۍ د پالنې دنده تر سره کړي، نو داسې ده لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي.فوائد الحديث
د خېر په کارونو کې یو له بل سره همکارۍ ته د مسلمانانو هڅونه.
ابن حجر رحمه الله فرمايي: په دې حدیث کې دې ته هڅوونه ده چې یو څوک د مسلمانانو سره د ښېګڼې په پار یو کار تر سره کړي، او یا دا چې د هغوی یوه چاره سر ته ورسوي.
عمومي قاعده ده چې : یو څوک چې د الله تعالی په اطاعت کې د چا سره مرسته وکړي نو د هغه په څېر اجر ورکول کیږي، پرته لدې چې د هغه له اجر څخه کوم څه کم شي.
التصنيفات
د جهاد فضیلت