?إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا».…

?إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا». "کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه

له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا». "کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه".

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی د فضل او رحمت په اړه فرمایي: چې یو مسلمان کله د روغتیا او اقامت پر مهال نېک عمل تر سره کوي او بیا ورته عذر پیدا شي او ناروغ شي نو بیا یې نشي کولای یا دا چې په سفر او یا کوم بل عذر ورڅخه مشغول شي، نو هغه ته پوره اجر لیکل کیږي، هومره چې د روغتیا او اقامت په حالت کې یې کاوه.

فوائد الحديث

پر بنده ګانو باندې د الله تعالی لوی فضل.

په عباداتو کې زیار ویستل او د روغتیا او وزګارتیا پر مهال له وخت څخه ګټه پورته کول.

التصنيفات

د اسلام او د اسلام د ښېګڼو فضیلت, د اسلام او د اسلام د ښېګڼو فضیلت