إعدادات العرض
حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ: رَدُّ السَّلَامِ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ، وَتَشْمِيتُ…
حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ: رَدُّ السَّلَامِ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ». "د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ: رَدُّ السَّلَامِ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ». "د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands සිංහල தமிழ் ไทย دری Български Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda тоҷикӣ O‘zbek Akan नेपाली Moore Azərbaycan Wolof Oromoo Soomaali Українська km bm rn ქართული Македонски Српскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مسلمان په خپل مسلمان ورور باندې ځینې حقونه بیان کړي دي. له دغو حقونو څخه یې لومړی دا دی چې سلام ور وګرځوې چا ته چې سلام درته واچوي. دویم حق: د مریض پوښتنه کول او زیارت ته یې ورتلل. درېم حق: جنازې پسې یې له کوره تر هدیرې پورې تلل تر دې چې دفن شي. څلورم حق: د بلنې منل کله چې بلنه ورکړي لکه د واده ولیمې او یا داسې نورو ته. پنځم حق: پرنجي کوونکي ته ځواب وییل: داسې چې هغه کله د پرنجې پر مهال الحمد لله ووایي نو ورته ووایي چې: یرحمک الله (الله دې پر تا رحم وکړي) بیا به پرنجی کوونکی ووایي: یهدیکم الله و یصلح بالکم (الله تعالی دې تاسو ته هدایت وکړي او ستاسو حال دې سم کړي).فوائد الحديث
د اسلام عظمت؛ د مسلمانانو تر منځ د حقوقو په تامین او د دوی تر منځ د ورورګلوۍ او محبت په ټینګولو کې.