كُلُّ سُلاَمَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ

كُلُّ سُلاَمَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كُلُّ سُلاَمَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ، كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ يَعْدِلُ بَيْنَ الِاثْنَيْنِ صَدَقَةٌ، وَيُعِينُ الرَّجُلَ عَلَى دَابَّتِهِ فَيَحْمِلُ عَلَيْهَا أَوْ يَرْفَعُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ، وَالكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ خُطْوَةٍ يَخْطُوهَا إِلَى الصَّلاَةِ صَدَقَةٌ، وَيُمِيطُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ». «د انسان د غړو په هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر پکې راخیژي او د دوو مخالفو کسانو تر منځه روغه جوړه کوي صدقه ده، او یو چا سره د هغه په سپرلۍ کې مرسته کول صدقه ده چې د هغه په سپرولو کې ورسره مرسته وکړي او یا ورسره د سپرلۍ په بارولو کې مرسته وکړي، او نېکه وینا صدقه ده او هر قدم چې د لمانځه په لور یې پورته کوي صدقه ده او له لارې ضررناک شیان لرې کول هم صدقه ده.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر مسلمان هره ورځ مکلف دی چې د خپلو هډوکو د بندونو د شمېر په اندازه صدقه ورکړي چې شکر یې ادا کړي او دا چې روغ یې پيدا کړی او هډوکي یې ورته داسې پېدا کړی چې هر یو بند یې بندولی او خلاصولی شي، دا صدقه د ټولو نېکونو کارونو په ترسره کولو سره ادا کیږي او د مال ورکولو سره تړاو نه لري لکه: د دوو شخړه کوونکو تر منځ روغه او جوړه کول صدقه ده، او دا چې د یو کمزوري سره په سپرلۍ سپرېدلو کې مرسته وکړې او یا یې ورسره بار کړې، نو دا ستا لپاره صدقه ده، او نېکه وینا صدقه ده لکه: ذکر، دعا، سلام او داسې نور، او هر قدم چې د لمانځه په لور یې اخلې صدقه ده، او د لارې څخه د ضرري څېز لرې کول صدقه ده.

فوائد الحديث

د انسان د هډوکو جوړښت او سالمیت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دی، نو هر هډوکی ځانګړې صدقې ته اړتیا لري تر څو د دغه نعمت شکر ادا شي.

د دې نعمتونو د دوام لپاره هره ورځ د شکر نوي کولو ته هڅونه.

نفلونو او خیراتونو ته هڅوونه چې په دوامداره توګه دا کارونه وکړي.

د خلکو تر منځه د جوړ جاړي فضیلت.

دې ته هڅول چې یو سړی د خپل (مسلمان) ورور سره مرسته وکړي، ځکه د هغه سره مرسته کول صدقه ده.

په جماعت سره لمانځه کې حاضرېدل او جوماتونو ته د پلي تګ فضیلت او پدې سره د جوماتونو ابادول.

د مسلمانانو لارو ته درناوی ساتل چې هغه څه ترې باید لرې شي چې هغوی ته ضرر رسوي.

التصنيفات

د اسلام او د اسلام د ښېګڼو فضیلت