إعدادات العرض
مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»."څوک چې په ورځ کې سل ځلې…
مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»."څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»."څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە தமிழ் دری Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Wolof Soomaali Moore Українська Български Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bm Oromoo Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې په ورځ کې سل ځلې «سبحان الله و بحمده»: ووایي؛ د هغه ګناهونه به وبخښل شي او له مینځه به لاړ شي، که څه هم د سمندر د پاسه د سپین ځګ په څېر زیات وي؛ کله چې په څپو او هیجان راشي.فوائد الحديث
دا اجر د هغه چا لپاره دی چې دا ذکر د ورځې په پرلپسې یا متفرقه ډول وکړي.
(تسبیح) له نیمګړتیا څخه د الله تعالی پاکوالي او (حمد) له محبت او تعظیم سره د هغه یادولو ته وایي.
په حدیث کې له ګناهونو بخښلو څخه مراد واړه ګناهونه دي او کوم چې لوی (کبیره) ګناهونه دي نو هغه له توبې پرته نه بخښل کیږي.
التصنيفات
د ذکر فضیلت