إعدادات العرض
كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ،
كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ،
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». «په تاسو کې هر یو ساتونکی او د خپل رعیت مسؤول دی، څوک چې په خلکو باندې واکمن وي هغه ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او یو سړی د خپلې کورنۍ د خلکو ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د ساتنې مسؤولیت یې لري او خادم د خپل مالک د مال ساتونکی او د هغه مسؤول دی، خبردار اوسئ چې ستاسو هر یو مسوولیت لري او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسوول دی».
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Русский Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Tiếng Việt Kiswahili অসমীয়া دری Кыргызча or Malagasy नेपाली Čeština Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు ไทย മലയാളം Српски Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Lietuvių Wolof Українська ქართული Magyar Moore Shqipالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په ټولنه کې هر مسلمان مسؤلیت لري چې باید په غاړه يې واخلي. واکمن د هغه څه د ساتنې مسوول دي چې الله ورسپارلي دي، باید قوانین یې خوندي کړي او له هغه چا یې ساتنه وکړي چې تیری پرې کوي او دا چې د دښمنانو په وړاندې یې مبارزه وکړي او حقونه یې ضایع نه کړي. او هر سړی په خپلې کورنۍ کې مکلف دی چې نفقه ورکړي، ښه ژوند ورسره وکړي، زده کړه پرې وکړي او ادب ور وښیي. ښځه د خپل مېړه په کور کې د هغه د کور د سم مدیریت او د هغه د ماشومانو د پالنې مسووله ده او مسؤولیت یې په غاړه لري. خدمتګار نوکر او مزدور د خپل بادار په هغه مال کې چې په واک کې یې دی د ساتنې او د هغه د خدمت مسوولیت لري. نو ستاسو هر یو د هغه څه ساتونکی دی چې ساتل یې ورتر غاړي دي او هر یو د خپل رعیت مسوول دی.فوائد الحديث
په مسلمانه ټولنه کې مسؤلیت عمومي دی او هر یو د خپل توان سره سم مسوولیت لري.
د ښځې ستر مسوولیت، چې په حقه د خاوند د کور او د هغه د اولادونو په وړاندې مسوولیت ادا کړي.