?لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ».…

?لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې یو مسلمان تر هغه وخته پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلای نشي تر څو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینې ته د خپلې مور، پلار، زوی، لور او ټولو خلکو په مینه ترجیح ورنکړي، او دا مینه د هغه اطاعت، ملاتړ او د هغه د نافرمانۍ پرېښودلو غوښتنه کوي.

فوائد الحديث

د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مینه، او محبت ته یې په ټول مخلوق لومړیتوب ورکول واجب دي.

د بشپړ محبت له نښانو څخه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو ملاتړ او پدې لاره کې په ځان او مال سره قرباني ورکول دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه کول د دې تقاضا کوي چې په هغه څه کې یې اطاعت وشي چې امر یې پرې کړی، په هغه څه کې ریښتنی وګڼل شي چې خبر یې پرې ورکړی، له هغه څه څخه ډډه وشي چې منع او رټل یې پرې کړي، پیروي یې وشي او بدعتونه پرېښودل شي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حق د ټولو خلکو څخه لوی او ثابت دی، ځکه چې هغه زمونږ له ګمراهۍ څخه د خلاصون، له اور څخه د ژغورل کېدو او د جنت ګټلو لامل و.

التصنيفات

د زړونو عملونه