?مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً».…

?مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً». «څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً». «څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم غیب ویونکي ته له ورتګ څخه خبرداری ورکوي، او عراف : د غیب ویونکي، نجومي، په شګو کې خطونه کښونکی او داسې نورو کسانو ته وییل کیږي چې په غیبو د پوهېدلو لپاره پورته شیان کاروي - او کله چې څوک له دوی څخه یوازې پوښتنه وکړي (پرته لدې چې باور پرې وکړي) نو پوښتونکی به الله جل جلاله د څلویښتو ورځو لپاره د هغه د لمانځه له ثواب څخه محروم کړي او دا د هغه لپاره د دې لویې ګناه د کولو سزا ده.

فوائد الحديث

غیب ویونکي (کاهن) ته تلل او له هغوی څخه د غیبو په اړه پوښتنه کول حرام دي.

ځیني وختونه یو انسان د اطاعت له ثواب څخه د ګناه په کولو سره محرومیږي.

حدیث برجونو او په برجونو کې کتلو ته شاملیږي (لکه د سرطان، اسد او داسې نور برجونه)، همدا رنګه د ورغوي لوستل (کف شناسي) - که څه هم یوازې د کتلو په موخه وي او باور پکې شتون ونه لري- ځکه دا ټول د غیب وییل او په غیبو د پوهېدلو له ادعا کولو څخه دي.

کله چې دا د هغه چا سزا وي چې غیب ویونکي ته ورځي، نو خپله د غیب ویونکي سزا به څنګه وي؟

د څلویښتو ورځو لمونځ یې له غاړې ساقطیږي او قضا راوړل یې پرې نشته، خو ثواب یې نه کیږي.

التصنيفات

نومونه او حکمونه