إعدادات العرض
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ.…
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ. رسول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ. رسول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی.
[صحيح]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Русский हिन्दी Bahasa Indonesia 中文 বাংলা ئۇيغۇرچە اردو Español Kurdî Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ ไทย 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands Türkçe Hausa دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली Italiano or ಕನ್ನಡ Oromoo Română Soomaali Српски Wolof Українська Tagalog Moore Malagasy Azərbaycan ქართული Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او رشوت قبض کوونکي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدلو او شړلو سره ښېرا کړې ده. لدې څخه هغه رشوت هم دی چې قاضیانو ته ورکول کیږي تر څو په ظلم سره پرېکړه وکړي او له لارې یې رشوت ورکوونکی خپل مراد ته په ناحقه ورسیږي.فوائد الحديث
د رشوت ورکول، اخیستل، پکې منځګړیتوب او مرسته کول حرام دي؛ ځکه چې دا په باطل کې مرسته کول دي.
رشوت ورکول لویه ګناه ده؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اخیستونکي او ورکوونکي لعنت ویلی دی.
په قضا او قضاوت کې رشوت تر ټولو لوی جرم او ستره ګناه ده؛ د ظلم او په هغه څه د پرېکړې له امله چې الله تعالی ندی نازل کړی.
التصنيفات
د قاضي آداب