إعدادات العرض
خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم
خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ، وَصُمْتُ رَمَضَانَ، وَأَحْلَلْتُ الْحَلَالَ، وَحَرَّمْتُ الْحَرَامَ، وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا، أَأَدْخُلُ الْجَنَّةَ؟ قَالَ: «نَعَمْ»، قَالَ: وَاللهِ لَا أَزِيدُ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا. یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه او ویې ویل: خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم او پردې نور هیڅ ورزیات نه کړم، آیا زه به جنت ته داخل شم؟ هغه وفرمایل: «هو» هغه - سړي - وویل: قسم په الله چې پدې هیڅ ورزیات نه کړم.
الترجمة
العربية Kurdî English Kiswahili Español اردو Português বাংলা Bahasa Indonesia فارسی தமிழ் हिन्दी සිංහල Tiếng Việt മലയാളം Русский မြန်မာ ไทย অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە Türkçe Bosanski Hausa తెలుగు دری Ελληνικά Azərbaycan Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Oromoo Wolof Tagalog Soomaali Français Українська bm Deutsch ქართული Македонски Magyar 中文الشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.فوائد الحديث
د فرضو په ادا کولو او د حرامو په پرېښودلو د مسلمان ټینګار او دا چې موخه یې جنت ته داخلېدل وي.
د حلالو ارزښت او په روا والي یې عقیده لرل او د حرامو ناروا والی او په حرمت یې ایمان درلودل.
د واجبو - عملونو - تر سره کول او د حرامو پرېښودل جنت ته د ننوتلو لامل دي.