?أَلَا هَلْ عَسَى رَجُلٌ يَبْلُغُهُ الْحَدِيثُ عَنِّي وَهُوَ مُتَّكِئٌ عَلَى أَرِيكَتِهِ فَيَقُولُ: بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ كِتَابُ اللهِ

?أَلَا هَلْ عَسَى رَجُلٌ يَبْلُغُهُ الْحَدِيثُ عَنِّي وَهُوَ مُتَّكِئٌ عَلَى أَرِيكَتِهِ فَيَقُولُ: بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ كِتَابُ اللهِ

له مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَلَا هَلْ عَسَى رَجُلٌ يَبْلُغُهُ الْحَدِيثُ عَنِّي وَهُوَ مُتَّكِئٌ عَلَى أَرِيكَتِهِ فَيَقُولُ: بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ كِتَابُ اللهِ، فَمَا وَجَدْنَا فِيهِ حَلَالًا اسْتَحْلَلْنَاهُ، وَمَا وَجَدْنَا فِيهِ حَرَامًا حَرَّمْنَاهُ، وَإِنَّ مَا حَرَّمَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَمَا حَرَّمَ اللهُ». «خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې داسې زمانه را نږدې شوې ده چې د خلکو یوه ډله به ناسته وي او یو تن به یې پر خپل بستر تکیه وهلي وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث به ورته ورسیږي، نو وایې به: هغه څه چې زمونږ او ستاسو ترمنځه په چارو کې پریکړه کوي هغه قرآن کریم دی او دا زموږ لپاره کافي دی، نو څه مو چې پکې حلال وموندل عمل پرې کوو، او څه مو چې پکې له حرامو وموندل ځان ترې ژغورو. بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا خبره جوته کړه چې هر هغه شی چې هغه حرام کړی وي او یا یې په خپلو سنتو کې له هغه څخه منعه فرمایلي وي نو هغه په حکم کې داسې دی لکه الله جل جلاله چې په خپل کتاب کې حرام کړی وي؛ ځکه چې هغه د خپل رب له طرفه - پیغام - رسوونکی دی.

فوائد الحديث

د قرآن کریم په څېر باید د سنتو درناوی هم وشي او په څېر یې ومنل شي.

د رسول - صلی الله علیه وسلم - اطاعت د الله تعالی اطاعت دی، او نافرماني یې د الله تعالی نافرماني ده.

د سنتو د اعتبار ثبوت او په هغه چا رد چې سنت نه مني او انکار ورڅخه کوي.

څوک چې له سنت څخه مخ واړوي او ادعا وکړي چې قرآن ورته بسنه کوي، نو هغه له دواړو څخه مخ اړولی دی او له قرآن څخه د پیروۍ کولو په دعوا کې دروغجن دی.

د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له دلایلو څخه یو د هغه څه په اړه خبر ورکول دي چې په راتلونکي کې به پېښیږي، او په هغه ډول پېښ شول لکه څرنګه یې چې ترې خبر ورکړی و.

التصنيفات

د سنت ارزښت او مرتبه, د سنت ارزښت او مرتبه, پیغمبري (نبوت), پیغمبري (نبوت), برزخي ژوند, برزخي ژوند