إعدادات العرض
اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا انْصَرَفَ مِنْ صَلَاتِهِ اسْتَغْفَرَ ثَلَاثًا، وَقَالَ: «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ»، قَالَ الْوَلِيدُ: فَقُلْتُ لِلْأَوْزَاعِيِّ: كَيْفَ الْاسْتِغْفَارُ؟ قَالَ: تَقُولُ: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල دری Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Kinyarwanda नेपाली Română Српски Soomaali Moore Deutsch Українська Български Wolof Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bm Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله لمونځ پای ته ورساوه نو: (أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله) به یې وییل. بیا به یې په خپلې دې وینا سره د خپل رب لویي بیان کړه: اللَّهمَّ أنتَ السَّلامُ، ومنْكَ السَّلامُ، تباركْتَ ذا الجَلالِ والإكرامِ " نو الله جل جلاله لره د هغه په صفتونو کې سلامتیا ده او هغه د بشپړو صفتونو خاوند دی، له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک دی، یوازې له هغه پاک ذات څخه د دنیا او آخرت له شرونو څخه سلامتیا غواړې، ځکه په دنیا او آخرت کې د هغه پاک ذات ښېګڼې زیاتې دي، هغه د عظمت او نیکۍ خاوند دی.فوائد الحديث
د لمانځه پسې استغفار وییل او دا کار په دوامداره توګه کول مستحب دي.
په عبادت کې د نیمګړتیاوو پوره کولو، د پیروۍ جبرانولو او په عبادت کې د نیمګړتیاوو د شتون په خاطر استغفار وییل مستحب عمل دی.
التصنيفات
د لمانځه اذکار