الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل». "یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي

الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل». "یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل». "یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".

[حسن] [ترمذی روایت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو باندې تاثیر لري، لدې امله یې د دوست د ښه انتخاب لپاره لارښوونه وکړه، ځکه چې دا د هغه ملګري ته د ایمان، هدایت او نیکۍ لارښوونه کوي، او د ملګري لپاره د خیر په کارونو کې مرستندوی وي.

فوائد الحديث

د ښو خلکو په ملګرتیا امر کول او هغوی غوره کول او د بدو خلکو له ملګرتیا څخه ممانعت.

له ملګري څخه یې ځانګړې یادونه وکړه او خپلوان یې یاد نه کړ، ځکه چې ملګری ته انتخابوې او ورور او خپلوان هغه څوک دي چې ته یې د انتخابولو اختیار نه لرې.

ملګرتیا باید د تفکر له مخې وشي.

انسان د مؤمنانو په ملګرتيا خپل دين قوي کوي او د فاسقانو په ملګرتيا یې کمزوری کوي.

التصنيفات

د دوستۍ او بیزارۍ اړوند حکمونه