إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا

إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا». «کله چې ستاسو څخه د یو چا په لوښي کې سپی څښاک وکړي نو اووه ځلې دې ووینځي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي هغه لوښی دې اووه ځلي ومينځل شي چې سپي پکې ژبه وهلي وي، داسې چې لومړی ځل یې په خاورو سره وي او ورپسې په اوبو، نو پدې سره به بشپړ پاکوالی رامنځته شي او د نجاست او ضرر مخنیوی به یې وشي.

فوائد الحديث

د سپي لعاب خورا ناپاک دی.

په لوښي کې د سپي خوله وهل یې نجسوي، او هغه اوبه هم نجسوي چې په لوښي کې وي.

په خاورو پاکول او پرلپسې اووه ځلې وینځل یوازې په هغه حالت کې دي چې سپی په یو شي کې خوله ووهي، نه دا چې د سپي په متیازو، غایطه موادو او یا نورو چټلیو سره یې ناپاکه کړي.

په خاوره د لوښي د وینځلو طریقه دا ده چې: په لوښي کې به اوبه واچوي او بیا به پکې خاوره واچوي او بیا پرې لوښی وینځل کیږي.

د حدیث ظاهري معنی دا ده چې دا د ټولو سپيو په اړه عمومي دی، حتی که هغه سپی هم وي چې شریعت یې د ساتلو اجازه ورکړې لکه: د ښکار، پېرې او رمې سپي.

صابون او زمۍ د خاورې ځای نه نیسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاورې په اړه حکم کړی دی.

التصنيفات

د نجاست لرې کول, لوښې