رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د…

رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د هغه په مخ کې پېژندله

له أبو سعید الخدری - رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د هغه په مخ کې پېژندله.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

ابو سعید الخدري رضي الله عنه خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې پېغلې نجلۍ په پرتله ډېر حیا کوونکی و چې واده شوي نه وي او د سړیو سره یې ژوند نه وي کړی، بلکې په خپل کور کې په پرده کې ناسته وي، د هغه د زیاتې حیا له امله به یې چې کله داسې یو څه ولېدل چې کرکه به یې ترې کوله نو رنګ به یې تغیر شو او خبرې به یې نه کولې، بلکې صحابه کرامو به له هغه شي نه کرکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې پېژندله.

فوائد الحديث

د هغه څه بیانول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به پکې حیا کوله، او دا لوی اخلاق دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حیا به تر هغه وخته پورې وه چې د الله پاک حرمتونه تر پښو لاندې نه کېدل؛ خو کله به چې تر پښو لاندې شول بیا به رسول الله صلی الله علیه وسلم غصه کېده، خپلو صحابه کرامو ته به یې امر کاوه او یا به یې منع کول.

په ځان کې د حیاء صفت پېدا کولو ته هڅوونه؛ ځکه چې دا صفت انسان اړ باسي ښه کارونه وکړي او بد پریږدي.

التصنيفات

د رسول صلی الله عليه وسلم حیاء