إِنَّ هَذَيْنِ حَرَامٌ عَلَى ذُكُورِ أُمَّتِي، حِلٌّ لِإِنَاثِهِمْ». «دا زما د امت پر نارینه وو حرام دي، د هغوی د ښځینه وو لپاره حلال دي

إِنَّ هَذَيْنِ حَرَامٌ عَلَى ذُكُورِ أُمَّتِي، حِلٌّ لِإِنَاثِهِمْ». «دا زما د امت پر نارینه وو حرام دي، د هغوی د ښځینه وو لپاره حلال دي

له علی بن ابی طالب رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په چپ لاس کې ورېښم او په ښي لاس کې سره زر واخستل، بیا یې لاسونه پورته کړل او ویې ویل: «إِنَّ هَذَيْنِ حَرَامٌ عَلَى ذُكُورِ أُمَّتِي، حِلٌّ لِإِنَاثِهِمْ». «دا زما د امت پر نارینه وو حرام دي، د هغوی د ښځینه وو لپاره حلال دي».

[په دواړو روايتونو باندې حديث صحيح دی] [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - نسائي روايت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په چپ لاس د ورېښمو جامه يا يوه ټوټه راواخيسته او په ښي لاس يې له زيوراتو څخه سره زر او يا ورته بل څه راواخیستل، بيا يې وفرمايل: ورېښم او سره زر چې دي، د نارینه وو لپاره یې اغوستل حرام دي، خو د ښځینه وو لپاره دواړه روا دي.

فوائد الحديث

سندي ويلي دي: له (حرام) څخه مراد یې استعمالول دي، کنه د تبادلې، لګښت او خرڅلاو لپاره يې استعمالول د هر چا لپاره روا دي او د سرو زرو څخه د لوښو اخيستل او استعمالول د هر چا لپاره حرام دي.

د ښځو په اړه د اسلامي شریعت پراختیا، ځکه هغوی زینت او ورته نورو کارونو ته اړتیا لري.

التصنيفات

لباس او سینګار