إعدادات العرض
مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ
مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ
له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الْأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللهِ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ». «د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands සිංහල தமிழ் دری Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Soomaali Moore Українська Български Wolof Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bm Oromoo Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله چې د چا لپاره د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې پوهه ورکوي او دا چې هغه (صلی الله علیه وسلم) د رزق، علم او نورو شیانو - چې الله تعالی هغه ته ورکړي - تقسیموونکی دی؛ او ورکونکی په حقیقت کې الله دی او لده پرته نور ټول اسباب دي چې د الله جل جلاله له اجازې پرته ګټه نه رسوي او دا امت به تر هغه وخته پورې د الله پر دین ثابت پاتې شي -څوک چې د دوی مخالفت کوي دوی ته به زیان ونه رسوي- تر هغه وخته پورې چې قیامت راشي.فوائد الحديث
د شرعي علومو عظمت، فضیلت، زده کړه او پر زده کولو یې ټینګار.
پدې امت کې به خامخا داسې یوه ډله وي چې په حق ثابته پاتې شي، کله چې یوه ډله ترې لاس واخلي بله به پرې ودریږي.
په دین کې پوهه د بنده لپاره د الله تعالی د خیر له ارادې څخه ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په امر او خوښه یوازې ورکول کوي، او دا چې هغه په خپله د هېڅ شي مالک ندی.
التصنيفات
د علم فضیلت