إعدادات العرض
لَأَنْ أَقُولَ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ».…
لَأَنْ أَقُولَ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ». «دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «لَأَنْ أَقُولَ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ». «دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
ar bs en fa fr id ru tr ur zh hi bn es ku ha pt ml te sw ta si my th de ja vi as sq sv cs gu yo nl ug prs hu kn ky lt mg ro rw ne sr so mos uk bg tl wo az ka tg bm mk am kmالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په دې سترو کلماتو سره د الله جل جلاله یادول له دنیا او څه چې پکې دي غوره دي او هغه (کلمې) دا دي: "سبحان الله": له نیمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله پاکوالی. "الحمد لله": له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د هغه ستایل. "لا إله إلا الله": له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته. "الله أكبر" الله جل جلاله له هر شي لوی او ځواکمن دی.فوائد الحديث
د الله جل جلاله په ذکر ټینګار، او دا چې د الله ذکر له هر هغه څه نه غوره دی چې لمر پرې راختلی.
ډېر ذکر ته هڅول؛ د ثواب او احسان په وجه.
د دنیا خوندونه لږ او شهوتونه یې له منځه تلونکي دي.
التصنيفات
آزاد اذکار