إعدادات العرض
أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ إِذَا رَجَعَ إِلَى أَهْلِهِ أَنْ يَجِدَ فِيهِ ثَلَاثَ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ؟
أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ إِذَا رَجَعَ إِلَى أَهْلِهِ أَنْ يَجِدَ فِيهِ ثَلَاثَ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ؟
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ إِذَا رَجَعَ إِلَى أَهْلِهِ أَنْ يَجِدَ فِيهِ ثَلَاثَ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ؟» قُلْنَا: نَعَمْ. قَالَ: «فَثَلَاثُ آيَاتٍ يَقْرَأُ بِهِنَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ خَيْرٌ لَهُ مِنْ ثَلَاثِ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ». «آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟» مونږ وویل: هو. ویې فرمایل: نو په تاسو کې چې يو څوک په لمانځه کې درې آیتونه ولولي د هغه لپاره له درېو لویو څربو اوښانو څخه غوره دي».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Kurdî Moore Soomaali Wolof Français Oromoo Tagalog Українська Azərbaycan தமிழ் bm Deutsch ქართული Português Македонски Magyar Русский 中文 فارسیالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې په لمانځه کې د درېو آیتونو لوستلو ثواب لدې څخه غوره دی چې یو څوک په خپل کور کې درې لویې، څربې او بلاربې اوښانې ومومي.فوائد الحديث
په لمانځه کې د قرآن لوستلو د فضیلت بیان.
نېک عملونه د دنیا له فاني لذتونو څخه غوره او تلپاتې دي.
دا فضیلت یواځې د درېو آیتونو لوستلو پورې محدود نه دی؛ بلکې څومره چې لمونځ کوونکی په خپل لمانځه کې ډیر آیتونه لولي، د هغه لپاره د همغومره شمېر اوښانو څخه یې ثواب ډیر دی.
التصنيفات
د قرآن کریم فضیلت