?يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها».…

?يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولي

له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولي».

[حسن] [ابوداود روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله د قرآن لوستونکی- قاري؛ چې په قرآن یې عمل کړی وي، په تلاوت او حفظ سره یې د قرآن ملګرتیا کړې وي - جنت ته داخل شي نو ورته به وویل شي چې: قرآن لوله او په لوستلو یې د جنت په درجو کې پورته خېژه، او داسې په غور او ډاډ سره یې لوله لکه څنګه دې چې په دنیا کې په غور او ډاډ سره لوسته، یقینا چې ستاسو مقام او ځای وروستني آیت سره دی چې ته یې لولې.

فوائد الحديث

بدله د عمل د مقدار او کیفیت له مخې ده.

د قرآن کریم په تلاوت کولو ټینګار، په هغه کې مهارت، حفظ یې، پکې غور کول او پرې عمل کول.

جنت زیاتې درجې او منزلونه لري، چې په هغو کې به د قرآن خاوندان (حافظان او لوستونکي) تر ټولو لوړو درجو ته رسیږي.

التصنيفات

قرآن کریم ته د پاملرني فضیلت, د قرآن کریم فضیلت