إعدادات العرض
إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، وَإِذَا خَرَجَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ…
إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، وَإِذَا خَرَجَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم
له ابو حمید او یا له ابو اسید څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، وَإِذَا خَرَجَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം తెలుగు Bosanski Italiano ಕನ್ನಡ Kurdî Oromoo Română Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Tagalog Moore Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د هغې دعا وییلو لارښوونه کړې ده چې جومات ته د ننوتلو پر مهال وییل کیږي چې هغه : (اللَّهُمَّ افْتَحْ لي أَبْوابَ رَحْمَتِكَ) ده، نو له الله تعالی څخه سوال کوي چې د خپل رحمت اسباب ورته آسان کړي، او له الله تعالی څخه د هغه د فضل او زیاتې ښېګڼې غوښتنه کوي لکه: د حلال رزق.فوائد الحديث
جومات ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال د دې دعاګانو وییل مستحب دي.
د ننوتلو سره د رحمت یادونه او له راوتلو سره د فضیلت یادونه: د دې لپاره وه چې داخل شوی کس په هغه څه مشغول شو چې الله تعالی او د هغه جنت ته یې نږدې کوي نو د هغه لپاره مناسبه وه چې د رحمت یادونه وشي، او کله چې راووځي نو په ځمکه کې هڅه کوي او د الله تعالی د فضل پسې پلټنه کوي، نو مناسبه وه چې د فضیلت یادونه وشي.
دا دعاګانې هغه مهال وییل کیږي کله چې جومات ته د ننوتلو او یا له جومات څخه د راوتلو اراده ولري.