إعدادات العرض
لَا تَصْحَبُ الْمَلَائِكَةُ رُفْقَةً فِيهَا كَلْبٌ وَلَا جَرَسٌ». "پرښتې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې
لَا تَصْحَبُ الْمَلَائِكَةُ رُفْقَةً فِيهَا كَلْبٌ وَلَا جَرَسٌ». "پرښتې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَصْحَبُ الْمَلَائِكَةُ رُفْقَةً فِيهَا كَلْبٌ وَلَا جَرَسٌ». "پرښتې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې".
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Tiếng Việt Kiswahili অসমীয়া دری Кыргызча Malagasy or Čeština नेपाली Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు ไทย Српски മലയാളം Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Lietuvių Wolof Magyar ქართული Moore Українськаالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې ملائکې په سفر کې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی او یا هغه زنګ پکې وي چې د ژوو په غاړو کې ځوړندیږي او د حرکت پر مهال کړنګیږي.فوائد الحديث
د سپي ساتلو حراموالی، پرته له هغه سپي نه چې د ښکار او یا پېرې لپاره وي.
هغه پرښتې چې له ملتیا څخه ډډه کوي د رحمت پرښتې دي او کومې چې ساتونکي (حفظة) پريښتې دي نو هغوی په سفر او اقامت دواړو کې له بندګانو نه جلا کیږي.
د زنګ (ګونګرو) ممانعت، ځکه چې دا د شیطان له شپېلیو څخه دی او د عیسویانو زنګ ته ورته دی.
مسلمان باید له هر هغه څه څخه لیرې پاتې شي چې ملائکې ترې لرې کیږي.
التصنيفات
پرښتې