إعدادات العرض
سَوُّوا صُفُوفَكُمْ، فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصَّفِّ مِنْ تَمَامِ الصَّلَاةِ». "خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي
سَوُّوا صُفُوفَكُمْ، فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصَّفِّ مِنْ تَمَامِ الصَّلَاةِ». "خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سَوُّوا صُفُوفَكُمْ، فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصَّفِّ مِنْ تَمَامِ الصَّلَاةِ». "خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili دری অসমীয়া ไทย አማርኛ Svenska Yorùbá Кыргызча ગુજરાતી Malagasy नेपाली Oromoo Română മലയാളം Nederlands Soomaali తెలుగు Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Српски Moore Lietuvių ქართულიالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکو ته امر کوي چې خپل صفونه سم کړي او تېر او بېر سره ونه دریږي او دا چې د صفونو سموالی د لمانځه له بشپړتیا او کمال څخه دي، او د صف په ګوږوالي کې ګډوډي او نېمګړتیا ده.فوائد الحديث
د هر هغه شي د خيال ساتلو مشروعيت چې لمونځ پوره کوي او له نيمګړتياو څخه يې ساتي.
په ښوونه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حکمت، چې حکم یې د علت سره تړلی یاد کړ؛ تر څو د شریعت حکمت څرګند شي او نفسونه پیروۍ کولو ته وهڅول شي.