رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول،

رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول،

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه پر مهال خپل لاسونه اوږو ته مخامخ یا د اوږو برابر پورته کول، (اوږه) هغه ځای دی چې داوږې او بازو هډوکي سره یو ځای کیږي. لومړی مقام: کله چې په تحریمه تکبیر سره د لمانځه پرانیسته کوي. دویم: کله چې د رکوع لپاره تکبیر وایي. دريم: کله چې له رکوع څخه سر پورته کړي او ووايي: سمع الله لمن حمده ربنا ولک الحمد. د سجدې په پيل کې به يې لاسونه نه پورته کول او نه به يې د پورته کېدو پر مهال.

فوائد الحديث

په لمانځه کې د لاسونو پورته کولو يو حکمت دا دی چې دا د لمانځه لپاره زينت او د الله جل جلاله تعظیم دی.

له هغه صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې خپل لاسونه یې په څلورم مقام کې هم پورته کړي دي لکه په ابو داود او نورو کې د ابو حميد الساعدي روایت دی چې د لومړي تشهد څخه د ولاړېیدو پر مهال په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې پورته کړي دي.

دا هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې خپل لاسونه به یې د غوږونو برابر پورته کول پرته له دې چې له غوږونو سره یې ولګوي، لکه څنګه چې په صحیحینو کې د مالک بن الحویرث په روایت کې راغلي دي چې: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د تکبیر ویلو پر مهال لاسونه پورته کول تر دې چې د غوږونو سره به یې برابر کړل»

د : سمع الله لمن حمده او ربنا ولک الحمد یو ځای وییل یوازې د امام او منفرد لپاره دي، او مقتدي به یوازې: ربنا ولک الحمد وایي.

د رکوع نه وروسته په: "رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ" کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور صیغې واردې دي چې دا یې یوه ده، خو غوره دا ده چې سړي دا ټولې صیغې ووایي، کله یوه ووایي او کله بله.

التصنيفات

د لمانځه طریقه