إعدادات العرض
سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ…
سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ اللَّهَ الَّذِي لَكُمْ». «داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ
له ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ اللَّهَ الَّذِي لَكُمْ». «داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ئۇيغۇرچە Tiếng Việt ไทย অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Malagasy Kinyarwanda తెలుగు Lietuvių Oromoo Română മലയാളം Nederlands Soomaali Српски Українська Deutsch ಕನ್ನಡ Wolof Moore Shqip Magyar ქართული Azərbaycanالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په مسلمانانو به داسې حاکمان وګمارل شي چې د مسلمانانو په مال او نورو دنیاوي چارو باندې به انحصار کوي، په خپله خوښه به یې مصرفوي او له مسلمانانو څخه به پکې د هغوی له حق څخه انکار کوي. او په دیني چارو کې به هم داسې کارونه کوي چې د منلو به نه وي. نو صحابه کرامو رضی الله عنهم پوښتنه وکړه چې: په داسې حالت کې باید څه وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې د هغوی دا کار - چې ستاسو مالونه یې ځانته کړل- باید تاسو هغوی ته له غوږ نیولو او واجب اطاعت څخه منع نه کړي، بلکې صبر وکړئ، غوږ ورته ونیسئ او اطاعت یې وکړئ او د واک په سر ورسره شخړه مه کوئ، او تاسو خپل حق له الله څخه وغواړئ او - دعا ورته وکړئ چې الله - یې اصلاح کړي او تاسو د هغوی له شر او ظلم څخه وساتي.فوائد الحديث
دا حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نبوت دلیل دی، ځکه په راتلونکې کې یې د هغه څه په اړه خبر ورکړی چې د هغه په امت کې به پېښېږي، نو همغسي پېښ شول لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی و.
دا روا ده چې پر یو چا مصیبت راتلونکی وي او په اړه یې هغه ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شي، تر څو یې په زړه کې ځای ونیسي، نو کله چې پرې راشي صبر کوونکی به وي او له الله جل جلاله څخه به یې اجر غوښتونکی وي.
په قرآن او سنتو منګولې لګول له فتنو او اختلافونو څخه د خلاصون لار ده.
هغه واکمنانو ته غوږ نیول او اطاعت یې کول چې په نیکۍ امر کوي او په وړاندې یې بغاوت نه کول، که څه هم دوی ظلم وکړي.
د فتنو په وخت کې له حکمت څخه کار اخیستل او د سنتو پیروي کول.
انسان باید هغه حق ادا کړي چې پرې دی، حتی که څه نا څه ظلم ورسره شوی وي.
پدې کې د دې قاعدې ثبوت دی چې: له دوو شرونو څخه هغه غوره کیږي چې ضرر یې کم وي او له دوو ضررونو څخه هغه چې د بل په پرتله لږ وي.
التصنيفات
د امام واجبات