مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ».…

مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي

له سهل بن حنیف رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د الله تعالی په لار کې شهادت او مرګ وغواړي او په خپل دې نیت کې الله تعالی ته مخلص وي، نو الله تعالی به یې په ریښتیني نیت سره د شهیدانو مرتبه ورکړي، که څه هم له جهاد پرته په بستر کې مړ شي.

فوائد الحديث

د نیت اخلاص او د ممکنو کارونو تر سره کول، د مطلوب اجر او ثواب د ترلاسه کولو لامل ګرځي، که څه هم غوښتل شوی عمل تر سره نه شي.

جهاد ته هڅول او د الله تعالی په لار کې شهادت غوښتل.

الله تعالی دې ملت ته عزت ورکړی، ځکه په لږ عمل سره په جنت کې لوړ مقامونه ورکوي.

التصنيفات

د زړونو عملونه, د جهاد فضیلت