اللهم لا تجعل قبري وثنًا

اللهم لا تجعل قبري وثنًا

ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «اللهم لا تجعل قبري وثنًا، لعن الله قومًا اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد». "یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي".

[صحيح] [احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل رب څخه وغوښتل چې د هغه قبر دې د هغه بت په څير ونه ګرځوي چې خلک يې په تعظیم کولو سره عبادت کوي او سجده ورته کوي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې الله تعالی هغه خلک له خپل رحمت څخه شړلي او لرې کړي دي چې د پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي، ځکه چې له هغوی څخه جوماتونه جوړول یې د عبادت کولو او په اړه یې د ناسمې عقیدې لرلو لامل ګرځي.

فوائد الحديث

د پېغمبرانو او صالحانو په قبرونو کې له شرعي حدودو څخه تېرېدل د دې لامل ګرځي چې له الله تعالی پرته یې عبادت وشي، نو د شرک له وسایلو څخه ځان ساتل واجب دي.

دا روا نه ده چې قبرونو ته د هغوی د تعظیم لپاره تلل وشي او هلته یې عبادت وشي، که څه هم د دوی استوګن الله تعالی ته څومره نږدې هم وي.

په قبرونو د جوماتونو جوړولو حراموالی.

که جومات شتون ونه لري بیا هم د قبرونو سره لمونځ کول ناروا دي پرته له هغې جنازې څخه چې لمونځ پرې نه وي شوی.

التصنيفات

شرک, د جوماتونو آداب