إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الرِّيَاءُ

إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الرِّيَاءُ

له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الرِّيَاءُ، يَقُولُ اللهُ عز وجل لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِذَا جُزِيَ النَّاسُ بِأَعْمَالِهِمْ: اذْهَبُوا إِلَى الَّذِينَ كُنْتُمْ تُرَاؤُونَ فِي الدُّنْيَا، فَانْظُرُوا هَلْ تَجِدُونَ عِنْدَهُمْ جَزَاءً؟». «په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».

[حسن] [احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې تر ټولو زیات شی چې هغه ترې په خپل امت وېره لري: کوچنی شرک دی: او هغه د یو چا په خاطر له عمل کولو څخه عبارت دی. بیا یې د قیامت په ورځ د ریا کارانو له جزا څخه خبر ورکړ چې هغوی ته به وویل شي: هغه چا ته ورشئ چې تاسو به یې په خاطر یو کار کاوه، نو وګورئ چې تاسو ته په هغو عملونو د اجر درکولو واک لري؟!

فوائد الحديث

په عمل کې الله تعالی ته د اخلاص کولو وجوب، او له ریا څخه ځان ساتل.

په خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته مهرباني، او د هغوی په هدایت او نصیحت یې ټینګار.

كله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وېره په صحابه کرامو دومره وه حال دا چې هغوي یې مخاطب وو او هغوي د نیکانو سرداران وو، نو څوک چې له هغوي وروسته راځي په هغوي یې وېره لا زیاته ده.

التصنيفات

شرک, د رسول صلی الله عليه وسلم ترحم