إعدادات العرض
الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ
الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ»، ثُمَّ قَرَأَ: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «دعا عبادت دی »» بیا یې - دا آیت - ولوست: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي» [غافر: ۶۰].
الترجمة
العربية తెలుగు हिन्दी Kurdî English Kiswahili Français فارسی தமிழ் සිංහල မြန်မာ Русский ไทย Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski Hausa മലയാളം دری Fulfulde Magyar ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски O‘zbek Moore नेपाली Oromoo Wolof Български Українська Português Tagalog Azərbaycan ქართული Lingala тоҷикӣ Македонски bm 中文الشرح
رسول لله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې دعا عبادت دى، نو واجب دي چې ټوله یوازې د الله تعالی لپاره وي، برابره خبره ده که هغه دعا وي او یا غوښتنه، چې د الله تعالی څخه هغه څه وغواړي چې ګټه ورته رسوي، او له هغه څه نه یې وساتي چې په دنیا او آخرت کې ورته زیان رسوي، او یا دا چې د عبادت دعا وي، چې هغه له هر هغه څه نه عبارت ده چې الله تعالی یې له ویناوو، ښکاره او پټو کړنو، قلبي، بدني او مالي عبادتونو څخه خوښوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې خبره ثبوت وړاندې کړ، ویې ویل چې الله تعالی فرمایلي دي: {ادعوني أستجب لكم إن الذين يستكبرون عن عبادتي سيدخلون جهنم داخرين}. {ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي}.فوائد الحديث
دعا د عبادت اصل او اساس دی، نو له الله پرته یې بل چاته صرفول روا ندي.
په دعا کې د بندګۍ حقیقت، د څښتن تعالی بډایتوب او د هغه په قدرت اعتراف دی او دا چې بنده هغه ته محتاج دی.
د الله تعالی له عبادت څخه د لویي کولو او د هغه د رابللو په پرېښودلو باندې لوی ګواښ، او دا چې هر څوک د هغه له رابللو څخه تکبر کوي نو دوزخ ته به ذلیل او سپک ننوځي.
التصنيفات
د دعا فضیلت