رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده(او هغه داسې ده): إِنَّ الحَمْدَ للهِ، نَسْتَعِيْنُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوْذُ بِهِ مِنْ شُرُوْرِ أَنْفُسِنَا، مَنْ يَهْدِ اللهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا الله، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ، {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ والأرحام إن الله كان عليكم رقيبا} [النساء: 1]، {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ} [آل عمران: 102]، {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا} [الأحزاب:70 - 71]. حمد او ثنا الله لره ده، مونږ له هغه څخه مرسته او بښنه غواړو، په هغه د خپلو ځانونو له شر څخه پناه غواړو، چاته چې الله هدایت وکړي د هغه لپاره ګمراه کوونکی نشته، او څوک چې ګمراه کړي هغه لره هدایت کوونکی نشته او زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل حق مبعود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دى، {اې خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه د هغه په (نامه) سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى[النساء: 1] (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په داسې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ) [آل عمران: ۱۰۲] {اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره [۷۰] هغه به تاسو ته ستاسو عملونه سم (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، په ډېر لوى كاميابېدلو سره [الاحزاب: 70-71].

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی]

الشرح

ابن مسعود رضي الله عنه خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د حاجت خطبه ښودلې ده، او دا هغه خطبه ده چې په خطبو کې د خبرو په پیل او د معاملې په پیل کې وییل کیږي لکه: د نکاح خطبه، د جمعې خطبه او داسې نور، دا خطبه لویو معناوو ته شامله ده لکه دا چې؛ الله جل جلاله د هر ډول ستاینې مستحق دی، او یوازې له هغه څخه مرسته غوښتل کیږي چې شریک نه لري، په ګناهونو پرده اچول او بنده ته ترې تېریدل، او هغه ته له هر شر څخه پناه وړل، د نفس او نورو شرونو څخه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هدایت د الله جل جلاله په لاس کې دی، چا ته چې هدایت وکړي هغه لره ګمراه کوونکی نشته، او څوک یې چې ګمراه کړ نو هغه لره هدایت کوونکی نشته. بیا یې د توحید ګواهي ذکر کړه چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په رسالت ګواهي چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله بنده او د هغه رسول دی. او خطبه یې پدې دریو آیتونو سره پای ته ورسوله چې د الله جل جلاله د رضا دلاسته راوړلو په خاطر پکې د الله جل جلاله په تقوا او د هغه د اوامرو په پر ځای کولو او له نواهیو څخه یې په ځان ساتلو امر شوی او دا چې د هغه چا بدله چې دا کار یې وکړ د عملونو او ویناوو اصلاح، د ګناهونو بخښل، په دنیا کې پاکیزه ژوند او په قیامت کې د جنت ګټل دي.

فوائد الحديث

پدې خطبې سره د نکاح، جمعې او داسې نورو خطبو پیلول مستحب دي.

په خطبه کې باید ستاینه، دوه ګواهیاني او ځینې قرآني آیتونه شتون ولري.

صحابه و ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه څه ښوونه چې په دین کې یې ورته اړتیا لري.

التصنيفات

د نکاح شرطونه او احکام, د نکاح شرطونه او احکام