إعدادات العرض
لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ: يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ».…
لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ: يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ». «تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ: يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ». «تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
ar en my sv cs gu yo ur id ug si hi ha sw as prs ky or tr vi ne rw te bs lt ro ml nl so sr ku uk de kn wo mos sq pt ka az zh hu fa mk ta bn ru mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت تر هغه پورې نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به په یو قبر تېر شي نو ارمان به وکړي چې کاشکې د مړي پر ځای وای، او لامل به یې په خپل ځان وېره وي چې هسې نه د باطل او د باطل پرستو د بریا او د فتنو، ګناهونو او منکراتو د څرګندېدو په صورت کې ترې دین لاړ نشي.فوائد الحديث
دې ته اشاره چې په وروستۍ زمانه کې به ګناهونه او فتنې راڅرګندې شي.
په ځان ساتلو ټېنګار او په اېمان او نیک عمل سره مرګ ته تیاری، او د فتنو او امتحان له ځایونو څخه لرې پاتې کېدل.