إعدادات العرض
?الجاهِرُ بالقرآن كالجاهِرِ بالصَّدَقَةِ، والمُسِرُّ بالقرآن كالمُسِرِّ بالصَّدَقَة».…
?الجاهِرُ بالقرآن كالجاهِرِ بالصَّدَقَةِ، والمُسِرُّ بالقرآن كالمُسِرِّ بالصَّدَقَة». "په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي
له عقبه بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الجاهِرُ بالقرآن كالجاهِرِ بالصَّدَقَةِ، والمُسِرُّ بالقرآن كالمُسِرِّ بالصَّدَقَة». "په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي".
[صحيح] [ابوداود روايت کړی دی]
الترجمة
عربي English မြန်မာ Svenska cs ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری el bg ff it kn Кыргызча Lietuvių mg ro rw Soomaali Српски тоҷикӣ uz नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د قرآن په تلاوت سره غږ پورته کوونکی داسې دی لکه صدقه چې په ډاګه ورکوي او په پټه د قرآن تلاوت کوونکی داسې دی لکه څوک چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي.فوائد الحديث
په پټه د قرآن کریم لوستل داسې غوره دي لکه په پټه د صدقې ورکول، ځکه چې په هغه کې اخلاص وي او له ځان ښودنې او تکبر څخه پکې لرې وي، مګر دا چې په لوړ غږ لوستلو کې یې مصلحت وي لکه نورو ته د قرآن کریم ورښودل.