«مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللهِ هِيَ الْعُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ». «څوک چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جنګیږي هغه د الله په لار کې دی

«مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللهِ هِيَ الْعُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ». «څوک چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جنګیږي هغه د الله په لار کې دی

له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د يو سړي په اړه پوښتنه وشوه چې د زړورتيا له مخې جنګېږي، او د تعصب له مخې جنګیږي، او د ځان ښودنې له امله جنګیږي، نو له دوی څخه کوم یو د الله په لار کې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللهِ هِيَ الْعُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ». «څوک چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جنګیږي هغه د الله په لار کې دی».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جنګیالیو د مختلفو نیتونو په اړه پوښتنه وشوه چې یو څوک د زړورتیا له امله جنګیږي، او یا د تعصب او ملاتړ له امله او یا لدې امله چې په خلکو خپل عزت ومومي او داسې نور، نو کوم یو د الله په لار کې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه څوک د الله په لار کې جنګیالی دی چې له جګړې څخه یې موخه دا وي چې د الله کلمه لوړه شي.

فوائد الحديث

اصل د عملونو په سموالي او خرابوالي کې نیت دی او دا چې عمل خاص د الله لپاره وي.

کله چې له جهاد څخه موخه د الله تعالی د کلمې لوړېدل وي خو وروسته ورسره بل روا نیت یو ځای شي لکه غنیمت تر لاسه کول، نو دا اصلي نیت ته زیان نه رسوي.

د دښمن په وړاندې له هېوادونو او مقدساتو څخه دفاع د الله په لار کې له جنګېدلو څخه دي.

د مجاهدينو په اړه راغلی فضیلت یوازې د هغو لپاره دی چې جنګېدل یې د الله جل جلاله د کلمې د لوړوالي په موخه وي.

التصنيفات

د جهاد آداب