?‌إِنَّ ‌أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا

?‌إِنَّ ‌أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «‌إِنَّ ‌أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا، وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ، ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ، فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ». "پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقینو او په لمانځه کې د هغوی د سستۍ او په ځانګړې توګه د ماخوستن او سهار په لمونځونو کې د هغوی د سستۍ په اړه خبر ورکوي او فرمایي چې: که دوی پوه شي چې د مسلمانانو سره په جماعت کې د ګډون کولو اجر او ثواب څومره دی، نو دوی به لکه د ماشوم په څېر په خاپوړو دې دواړو لمونځونو ته راتګ کړی وو. . او رسول الله صلى الله عليه وسلم دا تصميم نيولی و چې د لمانځه د ادا كولو امر وكړي او د هغه پر ځاى يو سړى د خلكو امامت وكړي، بيا لاړ شي او هغه خلک له ځان سره واخلي چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، هغو سړیو ته ورشي چې د جماعت لمونځونو ته نه حاضریږي، نو کورونه پرې په اور سره وسوځوي، د هغې سختې ګناه له امله چې دوی کړې ده، - خو دا کار یې ونه کړ - ځکه چې په کورونو کې بې ګناه ښځې، کوچنیان او نور معذوره خلک وي چې هېڅ ګناه نه لري.

فوائد الحديث

په جومات کې د جماعت د لمانځه د نه ادا کولو خطر.

منافقانو په خپل عبادت سره بله اراده نه درلوده پرته له ځان ښودنې او شهرت څخه، نو دوی لمونځ ته نه راځي مګر هغه مهال چې خلک یې وګوري.

په جماعت سره د ماخوستن او سهار لمونځونو د اجر لویوالی او دا چې خلک باید ورته لاړ شي که په خاپوړو هم وي.

د ماخوستن او مازدیګر لمونځونو ته پاملرنه انسان له نفاق څخه په امن کوي او شاته ترې پاتې کېدل د منافقانو له ځانګړنو څخه دي.

التصنيفات

نفاق, نفاق, د لمانځه فضیلت, د لمانځه فضیلت