إعدادات العرض
دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ، فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ، وَإِنَّ الكَذِبَ رِيبَةٌ».…
دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ، فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ، وَإِنَّ الكَذِبَ رِيبَةٌ». "هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا زده کړي دي چې: «دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ، فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ، وَإِنَّ الكَذِبَ رِيبَةٌ». "هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt Kiswahili ગુજરાતી Oromoo አማርኛ ไทย Română മലയാളംالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ویناوو او عملونو په پرېښودلو امر کړی چې تا په شک کې اچوي چې آیا له دې څخه به منع شوي وي که نه، آیا حرام به وي که حلال، نو هغه څه ته ترې واوړه چې تا په شک کې نه اچوي او ته یې له ښه والي او حلالوالي څخه ډاډه یې، داسې څه چې زړه ورته ډاډ او سکون پیدا کوي او په څه کې چې شک وي نو انسان پکې زړه نازړه او د اضطراب په حالت کې وي.فوائد الحديث
مسلمان باید خپل کارونه په یقین سره وکړي او شک پرېږدي او په دین کې باید بصیرت ولري.
په شکونو کې له واقع کېدلو څخه ممانعت.
که ډاډ او سکون غواړې نو شکمن کارونه پرېږده او څنډې ته یې کړه.
پر بندګانو د الله تعالی رحمت چې امر یې ورته کړی تر څو هغه څه وکړي چې د نفس او فکر سکون پکې وي، او له هغه څه نه یې منع کړي دي چې تشویش او ګډوډي ولري.
التصنيفات
تعارض او ترجیح