?إنَّ الرُّقَى والتَمائِمَ والتِّوَلَةَ شِرْكٌ «بېشکه (شرکي) دمونه، بندونه او تعویذونه (یا کوډې کول ) شرک دی

?إنَّ الرُّقَى والتَمائِمَ والتِّوَلَةَ شِرْكٌ «بېشکه (شرکي) دمونه، بندونه او تعویذونه (یا کوډې کول ) شرک دی

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إنَّ الرُّقَى والتَمائِمَ والتِّوَلَةَ شِرْكٌ «بېشکه (شرکي) دمونه، بندونه او تعویذونه (یا کوډې کول ) شرک دی».

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کارونه بیان کړل چې کول یې له شرک څخه ديِ؛ لکه: اول: رقيه: ( دم کول ) هغه وينا چې شرکي الفاظ به یې لرل او د جاهليت د زمانې خلکو به پرې د شفاء غوښتنه کوله. دویم: تعویذونه له: (مریو، کونجکو، هډوکو او داسې نورو شیانو څخه) چې ماشومانو، څارويو او نورو پورې تړل کیږي تر څو له نظره نشي. دریم: ( بند، کونجکه ) هغه چې پدې موخه جوړیږي تر څو د ښځې او خاوند تر منځ مینه پیدا شي. نو دا کارونه له شرک څخه دي؛ ځکه چې دا له یو شي نه سبب جوړول دي، حال دا چې دا خو نه شرعي سبب دی چې په دلیل ثابت شوی وي او نه حسي سبب دی چې په تجربې سره ثابت شوی وي. او کوم چې شرعي اسباب دي لکه: د قرآن کریم لوستل، یا حسي اسباب دي لکه: درمل (دوا) چې په حسي تجربې ثابته شوې ده، نو دا جایز دي، خو باید دا عقیده وساتل شي چې دا یوازې سبب دی، او دا چې ګټه او ضرر یوازې د الله په لاس کې دي.

فوائد الحديث

له هر هغه شي څخه د توحید او عقیدې ساتل چې هغه یې خرابوي.

د شرکي دمونو، تعویذونو او کوډو کولو حراموالی.

د دې دریو شیانو په اړه د انسان عقیده ساتل چې دا اسباب دي: کوچنی شرک دی؛ ځکه چې هغه څه یې سبب وګرځول چې هغه اسباب ندي، خو که دا عقیده یې ولرله چې په خپله ګټه او تاوان رسوي نو دا لوی شرک دی.

له شرکي او حرامو اسبابو کارولو څخه ځان ساتل.

د (شرکي دمونو) حراموالی، او دا چې هغه له شرک څخه دي مګر هغه (دمونه) چې روا وي.

زړه باید یوازې له الله تعالی سره تړاو ولري، ځکه چې ضرر او ګټه یوازې د هغه له لورې دي، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، نو له الله پرته هېڅوک د خېر رسولو او یا شر لرې کولو واک نه لري.

روا دمونه هغه دي چې په دریو شرطونو برابر وي: ۱ - باور ولري چې دا سبب دی او د الله له اجازې پرته ګټه نه رسوي. ۲ - باید چې په قرآن کریم، د الله تعالی په غوره نومونو او صفتونو، مسنون دعاګانو او روا دمونو سره وي. ۳ - چې د پوهېدو وړ ژبه باندې وي او کوډې او جادو نه وي.

التصنيفات

شرعي دم او دعا