?مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ…

?مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ». "څوک چې یو ځای کې ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي

له خوله بنت حکیم السلمیة رضی الله عنها څخه روایت دی چې وییل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ». "څوک چې یو ځای کې ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د ګټور ملاتړ او پناه وړلو ځای لارښوونه کوي، هر هغه ګواښ چې انسان ته په یو ځای کې د استوګن کېدو پر مهال پېښیږي؛ هغه که په سفر کې وي، یا چکر او داسې نورو حالاتو کې، چې الله ته پناه یوسي او د فضل، برکت او ګټې له امله د هغه بشپړې کلمې د ځان ملاتړي وګرځوي؛ هغه کلمې چې له هر ډول نیمګړتیا او عیب څخه پاکې دي، د هر هغه مخلوق له شر څخه پرې ځان وژغوري چې شر ولري، (که دا کار وکړي) نو دی به په نوموړي استوګن ځاي کې تر هغه پورې د هر ضرري مخلوق له شر څخه په امن کې وي تر څو چې دی هلته اوسیږي.

فوائد الحديث

پناه غوښتل عبادت دی کله چې د الله تعالی یا د هغه په ​​نومونو او صفتونو سره وشي.

د الله جل جلاله په کلام سره د پناه غوښتلو جواز، ځکه چې کلام د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت دی؛ په خلاف د مخلوق؛ ځکه چې په مخلوق پناه غوښتل شرک دی.

د دې دعا فضیلت او برکت.

په اذکارو سره تحصن (ځان ساتنه)، له شرونو څخه د بنده د ساتلو یو لامل دی.

په غیر الله د پناه غوښتلو بطلان لکه په: پیریانو، جادوګرانو، جعلکارانو او داسې نورو.

د هغه چا لپاره د دې دعا مشروعیت چې د اقامت یا سفر پر مهال په یو یو ځای کې استوګن شي.

التصنيفات

د ناڅاپه چارو د رامنځته کیدو اذکار