إعدادات العرض
لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ».…
لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ». "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ». "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी বাংলা Español Kurdî Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە Hausa دری Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Soomaali Moore Українська Български Tagalog Wolof Azərbaycan ქართული тоҷикӣالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلی چې کورونه له لمانځه څخه خالي شي، ځکه (بې لمانځه کورونه) هدیرو ته ورته وي چې لمونځ پکې نه کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې شیطان له هغه کور نه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي.فوائد الحديث
په کورونو کې ډېر عبادت او نفلي لمونځونه کول مستحب دي.
په هدیرو کې له جنازې پرته لمونځ کول ناروا دي؛ ځکه دا د شرک لپاره یوه وسیله او د مړو په حق کې غلو یعنې له حد نه اوړېدل دي.
د قبرونو تر څنګ لمونځ کول د صحابه کرامو په تایید سره منع شوی دی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلي ده چې کورونه لکه د هدیرو په څېر وګرځول شي چې لمونځ پکې نه کیږي.
التصنيفات
د سورتونو او آیتونو فضیلت