إعدادات العرض
كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، حَتَّى الْعَجْزِ وَالْكَيْسِ، أَوِ الْكَيْسِ وَالْعَجْزِ». «هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي
كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، حَتَّى الْعَجْزِ وَالْكَيْسِ، أَوِ الْكَيْسِ وَالْعَجْزِ». «هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي
له طاووس -رحمه الله - څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې صحابه کرام ولیدل چې ویل یې؛ هر څه د اندازې (تقدیر) مطابق دي، فرمایي: او ما له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه اوریدلي چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، حَتَّى الْعَجْزِ وَالْكَيْسِ، أَوِ الْكَيْسِ وَالْعَجْزِ». «هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
ar en my sv cs gu yo nl ur es id ug bn tr bs si hi vi ha ml te sw as sq prs el bg ff kn ky lt ro rw sr tg uz ne mos ku so fr wo az tl uk ta bm de ka pt mk hu fa ru zh km mg omالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر څه په تقدیر دي؛ حتا لټي او تنبلي (ناتواني)، یعنې: د هغه څه پرېښودل چې باید ترسره شي، په هغه کې ځنډ، او د خپل وخت څخه وروسته والی راوستل، د دنیا او آخرت په چارو کې. او حتا ویښتوب، چې دا: د دنیا او آخرت په چارو کې فعالیت او هوښیارتیا ده. او دا چې الله تعالی تنبلي، ویښتوب او هر څه اندازه کړي دي؛ داسې هیڅ څه په کائناتو کې نه پېښېږي مګر دا چې الله تعالی پرې له وړاندې پوه دی.فوائد الحديث
د تقدیر په اړه د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - د عقیدې بیان.
هر څه د الله تعالی په تقدیر تر سره کیږي، آن تنبلي او ویښتوب.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په نقلولو کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم ډاډ تر لاسه کول او احتیاط.
د خیر او شر په تقدیر ایمان درلودل.