?مَنْ نَسِيَ صَلَاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لَا كَفَّارَةَ لَهَا إِلَّا ذَلِكَ

?مَنْ نَسِيَ صَلَاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لَا كَفَّارَةَ لَهَا إِلَّا ذَلِكَ

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ نَسِيَ صَلَاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لَا كَفَّارَةَ لَهَا إِلَّا ذَلِكَ: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} [طه: 14]». «له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم بيانوي چې له چا څخه هر یو فرضي لمونځ هېر شو تر دې چې قضا شو، نو کله چې وریاد شو باید په راګرځولو کې یې بیړه وکړي، ځکه د لمانځه د پرېښودلو ګناه یې نه بخښل کیږي او نه پرې پرده اچول کیږي تر دې چې مسلمان بېرته خپل لمونځ راوګرځوي کله چې وریاد شي، الله جل جلاله په خپل عزتمند کتاب کې فرمایلي: {وأقم الصلاة لذكري} [طه: 14] ، یعنې هېر شوی لمونځ ادا کړه کله چې دې دریاد شو.

فوائد الحديث

د لمانځه اهمیت بیانول او په کولو او راګرځولو کې یې ناغیړي نه کول.

پرته له عذر څخه په قصدي توګه د لمانځه وروسته کول روا ندي.

پر هغه چا د لمانځه راګرځول واجب دي چې هېر شوی لمونځ یې وریاد شي، همدا رنګه په ویده انسان کله چې راویښ شي.

د قضا شوو لمونځونو راګرځول سمدلاسه واجب دي، که څه هم په منع شوي وختونو کې وي.

التصنيفات

د لمانځه فرضیت او د پریښودونکي حکم یې, د لمانځه فرضیت او د پریښودونکي حکم یې, د لمونځ کوونکو تېروتنې, د لمونځ کوونکو تېروتنې