?إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ».…

?إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي

له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک یو جومات ته لاړ شي او په هر وخت کې د هر غرض لپاره ورننوځي نو باید چې له کیناستو څخه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي، چې دې دوه رکعتونو ته تحیة المسجد وایي.

فوائد الحديث

جومات ته د ننوتو پرمهال له کېناستو څخه مخکې دوه رکعته تحیة المسجد لمونځ کول مستحب دي.

دا (حکم)د هغه چا لپاره دی چې غواړي کیني، نو که څوک جومات ته ننوت او له کېناستلو مخکې بېرته راووت دا حکم د هغه لپاره ندی.

کله چې لمونځ کوونکی جومات ته پداسې حال کې ننوت چې خلک په لمانځه ولاړ وو او د هغوی سره په لمانځه کې داخل شو، نو دوه رکعته لمونځ پرې نشته.

التصنيفات

نفلي لمونځ, د جوماتونو آداب