إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ وَلَبِسَ خُفَّيْهِ فَلْيُصَلِّ فِيهِمَا، وَلْيَمْسَحْ عَلَيْهِمَا ثُمَّ لَا يَخْلَعْهُمَا إِنْ شَاءَ إِلَّا مِنْ جَنَابَةٍ».…

إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ وَلَبِسَ خُفَّيْهِ فَلْيُصَلِّ فِيهِمَا، وَلْيَمْسَحْ عَلَيْهِمَا ثُمَّ لَا يَخْلَعْهُمَا إِنْ شَاءَ إِلَّا مِنْ جَنَابَةٍ». «کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ وَلَبِسَ خُفَّيْهِ فَلْيُصَلِّ فِيهِمَا، وَلْيَمْسَحْ عَلَيْهِمَا ثُمَّ لَا يَخْلَعْهُمَا إِنْ شَاءَ إِلَّا مِنْ جَنَابَةٍ». «کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي».

[صحيح] [دار قطني روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې مسلمان کله له اودس نه وروسته موزې په پښو کړي او بیا یې اودس مات شي او غواړي چې اودس وکړي، نو که وغواړي کولای شي مسح پرې وکړي او لمونځ پکې وکړي او د یوې معلومې نیټې پورې به یې نه لرې کوي، خو که چېرته جنب شو بیا پرې د موزو وېستل او غسل کول لازم دي.

فوائد الحديث

په جرابو مسح کول روا نه دي مګر دا چې د بشپړ پاکوالي څخه وروسته اغوستل شوي وي.

د مقیم لپاره د مسحې موده یوه ورځ او شپه ده او د مسافر لپاره درې ورځې او شپې ده.

په موزو مسح کول یوازې د وړوکي اودس ماتي سره کېږي نه د لوی اودس ماتي سره، او د لوی اودس ماتي سره په موزو مسح نه کېږي، بلکې خامخا به موزې باسي او پښې به وینځي.

د یهودو پر خلاف په بوټانو او موزو او داسې نورو کې لمونځ کول مستحب دي کله چې له طهارت سره پښو شوي وي او پدې شرط چې لمونځ کوونکو ته یې ضرر نه وي، او یا دا چې جومات فرش نه وي، که چېرته فرش وي بیا دې ورسره لمونځ نه کوي.

په موزو مسحې کولو کې د دې امت لپاره اسانتیا ده.

التصنيفات

پر دواړو موزو اوداسې نورو مسح کول