إعدادات العرض
په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري
په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري
د ابو العباس سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ما ته داسې عمل وښایه چې په کولو سره یې د الله تعالی او د خلکو خوښ شم، هغه وفرمایل: «په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල دری অসমীয়া O‘zbek Tiếng Việt Македонски Nederlands Kiswahili ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀ తెలుగు ไทย Moore አማርኛ Magyar Azərbaycan ქართული ಕನ್ನಡ ગુજરાતી Українська Shqip Кыргызча Српски Kinyarwanda тоҷикӣ Wolof Čeština தமிழ் नेपाली മലയാളം kmr msالشرح
یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې ما ته داسې یو عمل وښیه چې که ما وکړ، الله به مې خوښ کړي او خلک به هم راسره مینه ولري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله به درسره هغه مهال محبت وکړي چې د دنیا له فاضله او هغو شیانو لاس واخلې چې د آخرت لپاره ګټه نه لري، او هغه څه پرېږدې چې کېدی شي په دین کې ورسره تاوان رامنځته شي، او خلک به درسره هغه مهال مینه ولري چې ته له هغو شیانو بې پروا شې چې دوی سره دي، ځکه دوی په طبیعي ډول له دنیا سره مینه لري، او هغه څوک یې نه خوښېږي چې دوی ته پکې مزاحم کېږي، او هغه څوک یې خوښیږي چې مزاحمت ورته پکې نه جوړوي.فوائد الحديث
په دنیا کې د زهد (له دنیا څخه بې پروايي او ساده ژوند) فضیلت دا دی چې انسان هغه څه پرېږدي چې په آخرت کې ورته هېڅ ګټه نه رسوي.
د زهد مقام له ورع څخه لوړ دی؛ ځکه ورع هغه څه پرېښودل دي چې کېدی شي زیان ورسوي، خو زهد هغه څه پرېښودل دي چې په آخرت کې هېڅ ګټه نه لري.
السندي ویلي: دنيا د خلکو ډېره خوښه ده، نو څوک چې ورسره پکې سيالي وکړي، په همغومره کچه به ترې کرکه وکړي، او څوک چې دوی او د دوی د خوښي شی پرېږدې او غرض پرې ونه لري، نو په همغومره کچه به د هغوی په زړونو کې ځای ونیسي.
التصنيفات
خاکساري او عاجزي