انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او…

انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي

له المقدام بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: «انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».

الشرح

پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم موږ ته د طب له مهم اصل څخه لارښوونه کوي چې هغه د روغتیا ساتنه ده، دا اصل د خوراک کمول دي، یعنې انسان باید هومره وخوري چې خپله لوږه پرې لرې کړي او بدن یې د اړینو کارونو لپاره ځواکمن کړي، ځکه د معدې په څېر بل ناوړه لوښی نشته چې انسان یې ډکوي، ځکه د معدې د ډکولو له امله بې شمیره خطرناکې ناروغۍ رامنځته کېږي، چې کېدی شي ځینې ژر را څرګندې شي او ځینې ناوخته، ځینې پټې وي او ځینې ښکاره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: که انسان ناچار وي چې خامخا باید ګېډه مړه کړي، نو خوراک دې د دریو برخو څخه د یوې په اندازه کړي، بله درېیمه برخه دې څښاک او بله درېیمه دې ساه اخېستلو ته ځانګړې کړي، تر څو ورته د معدې تنګوالی پیدا نه شي، او زیان ورته ونه رسوي، او له هغه څه څخه تنبل پاتې نه شي چې الله تعالی پرې د دین او او دنیا په چارو کې واجب کړي دي.

فوائد الحديث

خوراک او څښاک کې اعتدال ساتل، چې دا د ټولو طبي علومو اصل دی، ځکه چې په مړه ګېډه خوراک ډېرې ناروغۍ او رنځورۍ رامنځته کوي.

د خوراک اصلي موخه دا ده چې روغتیا او ځواک وساتل شي، او په دې دواړو سره ژوند خوندي او سالم پاتې شي.

د معدې ډکول د بدن او دین لپاره ضررونه لري، عمر رضي الله عنه فرمایلي: «د معدې له ډکوالي څخه ډډه وکړئ، ځکه چې بدن فاسدوي او د لمانځه د ادا کولو پر وړاندې سستي او تمبلي پیدا کوي».

خواړه له شرعي پلوه څو برخې لري:

واجب (فرض): هغه خواړه دي چې د ژوند ساتلو لپاره اړین وي او پرېښودل یې (بدن) ته زیان رسوي.

جایز: هغه دي چې له واجب مقدار زیات وي، خو د ضرر وېره پکې نه وي. مکروه: هغه دي چې د ضرر وېره ورسره وي. حرام: هغه خواړه دي چې ضرر یې معلوم وي. مستحب : هغه دي چې د الله عبادت او طاعت کې مرسته کوي. دا موضوع په حدیث کې په دریو درجو کې لنډیز شوې ده:

لومړۍ درجه: د نس ډکول. دویمه درجه: لږ خواړه یا څو مړۍ چې ملا ټینګه وساتي. درېیمه درجه: د حدیث دا برخه ده چې: «ثلث لطعامه، وثلث لشرابه، وثلث لنفسه»؛ یعني: یو ثلث د خوړو لپاره، یو ثلث د څښاک لپاره، او یو ثلث د نفس (ساه) اخېستلو لپاره» دا ټول په داسې مهال کې چې خواړه حلال وي.

دا حدیث د طب له مهمو قواعدو څخه یوه قاعده ده، حال دا چې طب په درېو اساسي اصولو ولاړ دی: د قوت ساتنه، پرهیز، کانګې -استفراغ-، او په حدیث کې لومړني دوه شاملې دي: لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: (وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ).

(او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسراف کوونکي نه خوښوي) [الأعراف: 31].

د دې شریعت کمال چې د انسان ټولو؛ دنیوي او اخروي ګټو ته شامل دی.

د شریعت له علومو څخه د طب اصول او ځینې ډولونه یې دي، لکه د شاتو او تورې دانې (حبة السوداء) په اړه چې راغلي دي.

د شریعت احکام پر حکمت ولاړ دي، او دا احکام د زیانونو پر مخنیوي او د ګټو په راجلبولو ولاړ دي.

التصنيفات

د خواهشاتو او شهوتونو بدي