مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ».…

مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ». «څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ». «څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلوانو لیدلو ته په ورتللو، ځاني، مالي او نور ډول درناویو سره په خپلوۍ پالنې ټینګار کوي، او دا چې (خپلوي پالل) د رزق د پراختیا او عمر د اوږدوالي لامل ګرځي.

فوائد الحديث

(رحم) د مور او پلار له طرفه خپلوان دي، او څومره چې نږدې وي په هماغه اندازه د خپلوۍ پاللو زیات مستحق دی.

بدله د عمل له جنس څخه وي، نو څوک چې خپلوي د نیکۍ او مهربانۍ له مخې وپالي، نو الله تعالی به د هغه په ​​عمر او رزق کې برکت واچوي.

خپلوي پالل (صله رحمي) د رزق د زیاتوالي، پراختیا او د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي، او که چېرته اجل او روزي ټاکل شوي وي نو بیا شونې ده چې مراد ورڅخه په روزۍ او عمر کې برکت اچول وي، داسې چې په خپل (ټاکلي) عمر کې به (د بل چا په پرتله) ډېر او ګټور کارونه وکړي، او داسې هم وییل شي چې په روزۍ او عمر کې له زیاتوالي څخه حقیقي زیاتوالی مراد دی. نو الله جل جلاله ښه پوهیږي.

التصنيفات

د نیکو عملونو فضیلونه